معماری
خانه / ګهیځ نیوز / لوبې / د افغانستان او سریلانکا ترمنځ نن دوهمه شل اوریزه لوبه ترسره کیږي

د افغانستان او سریلانکا ترمنځ نن دوهمه شل اوریزه لوبه ترسره کیږي

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/ سلواغه۳۰ مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان او سریلانکا کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ نن ماښام ۶ بجې دوهمه شل اوریزه لوبه ترسره کیږي.

افغان لوبډله چې د سریلانکا هېواد په سفر تللې، تردې دمه یې له کوربه لوبډلې څخه کومه نه ده ګټلې.

افغان لوبډلې تر دې وړاندې سیالۍ لوبډلې ته یوازینۍ ټیسټ لوبه، د یو ورځنیو لوبو لړۍ او همدا راز لومړۍ شل اوریزه لوبه بایللې ده.

د نننۍ لوبې ګټل د افغانستان لپاره ډېر زیات اړین بلل کیږي، ځکه که چېرته دا لوبه بایلي نو، د شل اوریزو لوبلړۍ به هم کوربه لوبډله په خپل نوم کړي.

افغان لوبډله که څه هم په شل اوریزو لوبو کې له غوره لوبډلو څخه ګڼل کیږي، خو بیا یې هم په دې لوبلړۍ کې په ماتې پیل کړی دی.

د کرکټ مبصرین بیا د راشد خان او مجیب الرحمن نشتون په لوبډله کې د پرلپسې ماتو اصلي لامل بولي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس