معماری
خانه / ګهیځ نیوز / لوبې / د افغانستان او ایرلېنډ ترمنځ نن درېیمه یو ورځنۍ لوبه کیږي

د افغانستان او ایرلېنډ ترمنځ نن درېیمه یو ورځنۍ لوبه کیږي

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/ کب  ۲۲   مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان او ایرلېنډ کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ نن مازیګر ۴ بجې درېیمه یو ورځنۍ لوبه کیږي.

کرکټ بورډ ویلي، چې د دې لوبې لپاره لوبغاړو ښه چمتوالی نیولی دی.

افغان لوبډلې تر دې وړاندې په لومړۍ یو ورځنۍ لوبه کې ایرلېنډ ته ماتې ورکړه او دوهمه لوبه بیا د باران له امله لغوه اعلان شوه.

که نننۍ لوبه هره لوبډله وګټي نو د لوبلړۍ ګټونکې لوبډله به اعلان شي.

د یادولو وړ ده، چې د دواړو لوبډلو ترمنځ به د یو ورځنيو لوبو وروسته درې شل اوریزې لوبې هم ترسره شي او تمه ده چې په هغو لوبو کې ستوری لوبغاړی راشدخان هم تر درې میاشتني ځنډ وروسته بېرته له خپلې لوبډلې سره یوځای ولوبیږي

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس