معماری
خانه / ګهیځ نیوز / د اسلامي نړۍ خبرونه / د اسراییلو او حمـ.ـاس ترمنځ د نافذ شوي څلور ورځني اوربند نن وروستۍ ورځ ده

د اسراییلو او حمـ.ـاس ترمنځ د نافذ شوي څلور ورځني اوربند نن وروستۍ ورځ ده

کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ ۶  نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د اسراییلو او حمـ.ـاس جنګیالیو ترمنځ د تېرې جمعې ورځې د نافذ شوي څلور ورځني اوربند نن وروستۍ ورځ ده.

د نړۍ ګڼ شمېر مشرانو هیله ښودلې، چې دا اوربند به وغځول شي.

حمـ.ـاس جنګیالیو د دغې اوربند په ترڅ کې ۱۴ اسراییلي او درې تایلنډي اتباع چې یرغمل کړي یې وو، خوشې کړي دي.

د راپور پر بنسټ څلور نور یرغمل شوي کسان هم سره صلیب ته نن سپارل کیږي.

اسراییلي اشغالګرو دې وروستیو کې د غزې پر بې دفاع ولسي وګړو درانه هوایي او ځمکني بریدونه وکړل، چې په ترڅ کې یې له ۱۴ زرو ډېر مسلمانان شهیدان شول. د نړیوالو رسنیو د خبر له مخې شهیدانو کې یې دوه پر درېیمه برخه ماشومان دي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس