معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د اسرایيلو د پوځ مشر غزه کې د پوځي عملیاتو ډېرولو غوښتنه کړې

د اسرایيلو د پوځ مشر غزه کې د پوځي عملیاتو ډېرولو غوښتنه کړې

کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ  ۱۹  نېټه):

په داسې حال کې چې د غزې په څو استقامتونو کې د حــ.ـماس جنګیالیو له لوري اسراییلي اشغالګر له سخت مقاومت او نښتو سره مخ دي، د اسرایيلو د پوځ مشر جنرال هېرزي حلوي ویلي، غزه کې د لا درنو ګوزارونو لپاره د پوځي عملیاتو ډېرولو ته اړتیا ده.

د عربي رسنیو د راپورونو پر اساس اسرایيلي ځواکونه اوس د غزې سویلي ښار خان یونس کې د حـ.ـماس جنګیالیو سره لاس په لاس جګړه کې ښکېل دي.

رسنۍ زیاتوي، چې په خان یونس سیمه کې جګړه کور په کور روانه ده.

د حـ.ـماس جنګیالیو مطبوعاتي مسوولین بیا د اسراییلي ځواکونو پر جنګي جنایتونو نیوکه کوي او له نړیوالو بشرپالو څخه غواړي، چې دغه اشغالګر ځواکونه پر بې دفاع ولسي فلسطینیانو له بریدونو راوګرځوي.

د نړیوالو رسنیو د خبر له مخې غزه کې د اسراییلي اشغالګرو د بریدونو له امله تر دا مهاله نږدې ۱۸ زره بې دفاع ولسي وګړي وژل شوي او له ۵۰ زرو څخه ډېر نور ژوبل دي.

ملګرو ملتونو هم خبرداری ورکړی، چې د اسراییلي کلابندۍ له امله د غزې نیمايي وګړي له سختې لوږې سره مخ دي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس