معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / دیبورا لاینز مولوي حنفي ته: له امریکا سره یې د افغان کنګل شوې پانګې پر سر خبرې کړي

دیبورا لاینز مولوي حنفي ته: له امریکا سره یې د افغان کنګل شوې پانګې پر سر خبرې کړي

ګهیځ: نن سې شنبه (د لیندۍ ۱۶مه) د رییس الوزراء مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په افغانستان کې د ملګرو ملتونو له ځانګړې استازې دیبورا لاینز سره کتلي دي.
دیبورا لاینز ویلي، چې د افغانستان د کنګل شوې پانګې د ازادېدو په اړه یې له امریکايي چارواکو سره خبرې کړي دي.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند انعام الله سمګاني پر خپل ټویټر د مېرمن لاینز له قوله لیکلي چې، په ځانګړي ډول دغه خبرې له افغانستان سره پر اقتصادي همکاریو ورټولې وې.
سمګاني د لاینز له قوله لیکلي: ” نړیوال بانک ور سره ژمنه کړې، چې د په افغانستان کې به د روغتیا، خوراکي توکو، معارف، کرنې او چاپېریال ساتنې په برخه کې به ۲۸۰میلیونه ډالر ولګوي”.
دغه راز دیبورا لاینز په افغانستان کې د امنیت پر ټینګښت ټینګار کړی او ویلي یې دي چې، د ښوونکو او روغتیايي برخې کارکوونکو معاشونه به ورکړي.
ورته مهال د رییس الوزراء مرستیال مولوي حنفي ویلي، چې اسلامي امارت د خیریه بنسټونو د امنیت ساتلو ته ژمن دی.
هغه ټینګار کړی، چې په ټول افغانستان کې امن ټینګ شوی، قانون د ټولو لپاره یو شان دی او زده کړې د هر چا لپاره د دوی ستراتېژي ده.
هغه له نړیوالې ټولنې غوښتي چې په افغانستان کې خپلې نیمې پاتې پروژو بشپړولو ته ملا وتړي او له اسلامي امارت سره مرسته وکړي څو نورو هېوادونو ته د ځوانانو د تېښتې مخه ونیسي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس