معماری
خانه / ګهیځ نیوز / د اسلامي نړۍ خبرونه / دمشق کې د ایران پر قونسلګرۍ برید کې یو قوماندان له یو شمېر نورو کسانو سره وژل شوی

دمشق کې د ایران پر قونسلګرۍ برید کې یو قوماندان له یو شمېر نورو کسانو سره وژل شوی

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل / وري ۱۴مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د سوریې او ایران رسنیو راپور ورکړی، چې په دمشق کې د ایران د قونسلګرۍ ودانۍ د اسراییلو په هوايي برید کې ویجاړه شوې او په پایله کې یې د ایران د سپاه پاسداران انقلاب د قدس ځواک یو جګپوړی قوماندان له یوشمېر نور کسانو سره وژل شوی دی.

د ایران د دولتي ټلوېزیون د راپور له مخې په دې پېښه کې برید جنرال محمد رضا زاهدي وژل شوی دی.

په راپور کې راغلي، چې د اسراییلو برید یوه هدفي وژنه وه.

تر دې وړاندې رسنیو خبر ورکړی و، چې د اسراییلو په برید کې د سفیر کور هم په نښه شوی دی.

د سوریې دولتي رسنیو هم دمشق ته نږدې د یوې چاودنې خبر ورکړی او زیاته کړې یې ده، چې قونسلګرۍ کې دننه ټولو کسانو ته مرګ – ژوبله اوښتې.

ایراني چارواکو لا تر دې دمه د دغې پېښې په تړاو د غبرګون په توګه کوم دریځ نه دی څرګند کړی.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس