معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / دفاع وزارت د پاکستان د تېري په غبرګون کې په درنو وسلو د هغوی مرکزونه په نښه کړل

دفاع وزارت د پاکستان د تېري په غبرګون کې په درنو وسلو د هغوی مرکزونه په نښه کړل

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/ کب  ۲۸   مه نېټه):

د افغانستان دفاع وزارت خبر ورکړی، چې د پاکستان تجاوز ته ځواب ورکړل شوی او افغان سرحدي ځواکونو د فرضي کرښې پۀ اوږدو کې د پاکستاني پوځ مرکزونه د درنو وسلو په وسیله په نښه کړل.

د افغانستان دفاع وزارت د دفاع وزیر مولوي مـ.ـحمد یـ.ـعـ.ـقوب مـ.ـجاهد د نظامي لباس خپور شوي انځور سره خپره کړې اعلامیه کې افغانانو ته ډاډ ورکړی، چې د هېواد دفاعي او امنیتي ځواکونه د هر ډول تېري کوونکو کړنو ځواب ورکولو ته چمتو دي او په هر ډول حالاتو کې به له خپلې ځمکنۍ بشپړتیا څخه دفاع وکړي.

د یادونې وړ ده، چې نن سهار وختي پاکستاني الوتکو د افغانستان پر خاوره د هوایي برید په کولو سره پکتیکا او خوست کې د عامو وګړو کورونه بمبار او اته تنه یې په کې ووژل.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس