معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / خوست کې د سرطاني ناروغیو د کمپلېکس جوړولو طرحه منظور شوه

خوست کې د سرطاني ناروغیو د کمپلېکس جوړولو طرحه منظور شوه

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/ سلواغه ۲۴ مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې ‏د چارو له ادارې څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د رییس الوزراء په مشرۍ د کابینې ۱۶مې غونډې پرمهال خوست ولایت کې د سرطاني ناروغیو د کمپلېکس جوړولو طرحه تایید او منظور شوه.

د خبرپاڼې له مخې په دې غونډه کې د دولتي شرکتونو د رهبرۍ پلاوي ته دنده سپارل شوې، چې په دې اړه جوړه شوې طرحه په دقیق ډول وڅېړي او اړوند ارګانونه دې خپلې چارې پرمخ یوسي.

په ورته مهال د کابینې په دې غونډه کې پرېکړه شوې، چې د کابل ښار د پنځم مکرویانو د چارو د پرمختګ په اړه د کمېټې نظر له سترې محکمې سره شریک او ورته لومړیتوب ورکړل شي.

دغه راز په دې غونډه کې ادارې کمېسیون ته دنده سپارل شوې، چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت له لوري د کارموندنې ملي پالیسۍ په اړه دې جوړه شوې طرحه له بیا کتنې وروسته د منظورۍ په موخه د کابینې راتلونکې غونډې ته وړاندې کړي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس