معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / خلیلزاد وایي، افغانستان او پاکستان باید له شخړې پېښېدو مخکې دوه اړخیزه خبرې پیل کړي

خلیلزاد وایي، افغانستان او پاکستان باید له شخړې پېښېدو مخکې دوه اړخیزه خبرې پیل کړي

کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ۲۵ نېټه):

د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د یو ټویټ په کولو سره د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې ترينګلي بللي.

نوموړي دغه ټویټ کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د نورو ستونزو او آن د مخامخ شخړې د پېښېدو خبرداری ورکړی دی.

خلیلزاد چې د امریکا له خوا له طالبانو سره د دوحې هوکړې او خبرو استازی وو ویلي، کابل او اسلام آباد باید هغه خبرې – اترې او هوکړې په پام کې ونیسي، چې اجرایي ضمانتونه او میکانیزمونه ولري.

خلیلزاد دغه څرګندونې په داسې مهال کړي، چې تر دې وړاندې د پاکستان واکمنو چارواکو افغانستان کې د خپلو مخالفو وسلوالو د شتون تور پورې کړی، خو افغان چارواکو بیا دغه تورونه بې اساسه بللي او ډاډ یې ورکړی، چې خپله خاوره کې به د هېچا خلاف فعالیتونو ته اجازه ورنه کړي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس