معماری
خانه / ګهیځ نیوز / د اسلامي نړۍ خبرونه / حوثي ځواکونه وایي، عربي او سور سمندګي کې به پر سمندري بېړیو خپل بریدونه زیات کړي

حوثي ځواکونه وایي، عربي او سور سمندګي کې به پر سمندري بېړیو خپل بریدونه زیات کړي

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/ کب  ۷ مه نېټه):

د ګهیځ نیوز ‏د خبر له مخې د یمن د حوثي ځواکونو ویاند یحیی سریح په یوه بیانیه کې ویلي، چې د امریکا او برېټانیا له لوري پر یمن د تاوتریخوالي په زیاتېدو سره به دوی هم په عرب او سور سمندرونو کې په ډېر غور پوځي امکاناتو سره ځواب ورکړي.

نوموړي ویلي، ځواکونو یې د امریکا یوه نفتي بېړۍ په عدن خلیج کې د توغندي په واسطه په نښه کړې او دغه راز یې په سور سمندر کې هم د امریکا یو شمېر جنګي بېړۍ په خپلو بې پیلوټه الوتکو په نښه کړې دي.

په ورته مهال د امریکا مرکزي قومندانۍ یا سینټکام تېر ماښام په یوه خبرپاڼه کې ویلي، تر هغو به یې پر یمن بریدونه دوام ولري، چې حوثي ځواکونه په سور سمندر او عرب خلیج کې په تجارتي بېړیو بریدونه نه وي درولي.

د امریکا د مرکزي قومندانۍ د خبرپاڼې په اساس ځواکونو یې د بریټانیا، استرالیا، کانادا، ډنمارک، هالند او نیوزلند هوایي ځواکونو په ملاتړ د حوثي ځواکونو هغه مرکزونه په نښه کړي، چې په سور سمندر کې یې ور څخه د بېړیو په نښه کولو لپاره استفاده کوله.

حوثي ځواکونو د اوکتوبر له میاشتې راهیسې ۴۵ ځلې د امریکا او نورو هغو هېوادونو په کښتیو بریدونه کړي، چې په غزه کې د اسراییلو د جګړې ملاتړ کوي او ګواښ یې کړی، چې د باب المندب تنګی به په بشپړ ډول د هر ډول تګ – راتګ پر مخ وتړي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس