معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / حامد کرزي په ترکیه کې د هغه هېواد د بهرنیو چارو له وزیر سره کتلي

حامد کرزي په ترکیه کې د هغه هېواد د بهرنیو چارو له وزیر سره کتلي

انقره- ګهیځ نیوز( د لیندۍ ۲۹مه ۱۴۰۱):
پخواني ولسمشر حامد کرزي او ورسره پلاوي یې په ترکیه کې دخپلو لیدنو کتنو په لړ کې د هغه هېواد د بهرنیو چارو له وزیر مولود چاووش اوغلو سره کتلي دي.
د رسنیو د راپورونو له مخې ښاغلي اوغلو تر دې کتنې وروسته ویلي دي چې په افغانستان د ثبات له ټینګښت څخه به د ترکیې ملاتړ به دوام وکړي.
دا لیدنه کتنه پرون دوشنبه په پلازمېنه انقره کې ترسره شوې چې د رسنیزو راپورونو له مخې د افغانستان سیاسي او نظامي وضعیت پکې تر بحث لاندي راغلی دی.
د یادونې وړ ده چې پخوانی ولسمشر حامد کرزی تر نژدې ۱۶ میاشتو وروسته له کابل څخه د بهر تګ اجازه تر لاسه کړای شوه چې له هېواده تر وتلو سمدستي وروسته یې لومړۍ په عربي متحده اماراتو کې له پخواني ولسمشر اشرف غني سره وکتل او تر هغې وروسته جرمني ته ولاړ.
بل اړخ ته د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر وزیر چاووش اوغلو تر دې لیدنې وروسته پر ټویټر د افغانستان له خلکو سره یووالی څرګند کړ او ویې لیکل چې د افغانستان له ثبات څخه د ده د هېواد ملاتړ به دوام وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې ترکیې هم د نړۍ د یو شمېر نورو هېوادو په څېر د افغانستان نوی حکومت تراوسه په رسمیت نه دی پېژندلی.
د رسنیو د راپورونو له مخې حامد کرزي تر دې وړاندې په ترکیه کې له دوه افغان هزاره توکمو سیاسي مشرانو عبدالکریم خلیلي او محمد محقق سره هم کتلي و او د رسنیو له مخې ښاغلي کرزي له دوی دواړو سره د هېواد د روانو حالاتو په اړه خبرې کړې وې.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس