معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / جاپان وایي، افغانستان سره د بنسټیزو پروژو په پلي کولو کې همکار یؤ

جاپان وایي، افغانستان سره د بنسټیزو پروژو په پلي کولو کې همکار یؤ

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/ سلواغه ۱۸ مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې په افغانستان کې د جاپان سفیر تاکویوشي کورمایا د لوړو زده‌کړو له سرپرست وزیر سره په لیدنه کې ویلي، چې هېواد یې له افغانستان سره مرستو ته تیار دی او د بشري مرستو ترڅنګ د بنسټیزو پروژو پلي کولو کې هم بشپړه همکاري کوي.

د خبر پر بنسټ نوموړي زیاته کړې، چې سربېره پر دې جاپان د ناڅاپي پېښو او بېړنیو حالاتو پر مهال هم له افغانستان سره مرستو ته تیار دی.

په دې لیدنه کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر غوښتنه کړې، څو یاد هېواد د افغانستان د تحصیلي نظام په پیاوړتیا کې همکاري وکړي او له نړیوالو سره د افغانستان حقیقي انځور شریک کړي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس