معماری
خانه / ګهیځ نیوز / د اسلامي نړۍ خبرونه / تېره ورځ سوډان کې د نښتې پرمهال ۲۰ تنه ملکي وګړي وژل شوي

تېره ورځ سوډان کې د نښتې پرمهال ۲۰ تنه ملکي وګړي وژل شوي

کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمري ۱۸ مه نېټه):
د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې د سوډان په پلازمېنې خرطوم کې تېره ورځ ۲۰ ملکیان د سوډان د پوځ او د چټک ملاتړ د ځواکونو په نوم د ملېشه وو ترمنځ جګړه کې وژل شوي دي.
د راپور پر بنسټ، د سوډان روغتیا وزارت پرون ویلي، په دغو جګړو کې ګڼ نور کسان ټپیان شوي دي.
په شاوخوا روغتونونو کې د وینې په څېر طبي وسایل او تجهیزات کم ښودل شوي دي.
په سوډان کې د اپرېل میاشتې په نیمايي کې د واک پر سر د سوډان د پوځ او د چټک ملاتړ ځواکونو ترمنځ جګړه پیل شوې، چې لا هم دوام لري.
د جګړې دواړو لورو که څه هم د اوربند پر څو موافقو سلا کړې، خو یو اوربند هم نافذ شوی نه دی.
ملګري ملتونه وايي، په سوډان کې د وروستیو جګړو له امله تر څلورو میلیونو ډېر وګړي بې‌ ځایه شوي دي.
ـــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس