معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / تېره میاشت د سلګونه ټانکره بې کېفیته تېلو د واردولو مخه نیول شوې

تېره میاشت د سلګونه ټانکره بې کېفیته تېلو د واردولو مخه نیول شوې

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/ سلواغه۲۹ مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د سټنډرډ ملي ادارې مسوولینو ویلي، چې د روان کال په مرغومې میاشت کې یې ۵۱۱ ټانکره بې کېفیته تیل بېرته ګرځولي دي.

د سټنډرډ ملي ادارې ټینګار کړی، چې د هېواد د بندرونو په کنټرولولو سره به د بې کېفیته تېلو د داخلېدو مخه ونیول شي. دغې ادارې په تېرو دوو کلونو کې په کراتو د ګاونډیو هېوادونو د بې کېفیته تېلو ټانکرونه په تېره بیا د ایران بېرته مسترد کړي دي.

د مسوولینو په وینا هر کله چې د وارد شویو تېلو او ساختماني موادو کېفیت معیاري نه وي، بېرته صادروونکو هېوادونو ته استول کیږي.

مسوولینو زیاته کړې، چې په همدې مرغومې میاشت کې د نفتي توکو ۹ زره ۵۴ ټانکرونه له بېلابېلو بندرونو افغانستان ته داخل شوي دي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس