معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / بیا هم بې وزله افغان کډوال او زمونږ بې رحمه ګاونډي واکمن!

بیا هم بې وزله افغان کډوال او زمونږ بې رحمه ګاونډي واکمن!

دادی پدې شپو او ورځو کې چې د افغانستان د پلازمینې کابل په ګډون په اکثره سیمو کې د ژمي ساړه بادونه را الوتي دي زمونږ دوه ګاونډیو هېوادو شریرو او منافق صفته واکمنو د شرارت لاس سره یو کړی او په ګډه یې په خپلو هېوادو کې پراته بې وزله او پناه ور وړونکي افغانان له خپلو هېوادونو را ایستلي دي.

د رسنیزو راپورنو له مخې په کابل کې د کډوالو چارو وزارت وایي چې د روان زېږدیز کال د نومبر میاشتې له لومړۍ نېټې راپدېخواه له ایران څخه شاوخوا یو لک او څلور دېرش زره کسان افغانستان ته بېرته را ستانه کړای شوي دي.

د کډوالو چارو وزارت دا هم وایي چې د روان زېږدیز کال د نومبر میاشتې له لومړۍ نېټې له پاکستان، ایران او ترکیې څخه د ايستل شویو افغان کډوالو شمېر ۳۸۱ زرو ته رسېدلی دی چې دې ترڅ کې څه باندې دوه لکه څلور ویشت له پاکستان، ۱۳۴ زره له ایران او دوه زره ۲۶۳ له ترکیې څخه بېرته خپل هېواد ته را ستانه شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې دې خواته د افغانستان په اکثره سیمو کې د ژمي ساړه بادونه را الوتي دي او د یخې هوا لدې څپو سره هغه کډوال چې کلونه او لسیزې یې له خپل کور او کلي بهر د مهاجرت په چاپېریال کې تېر کړي دي او په نا څاپه هلته له خپلو جوړو کړو جونګړو څخه بې ځایه کېږي او په زور او تشدد سره دې خواته را اړول کېږي، له ګڼو ستونزو او کړاونو سره مخ شوي دي.

په ظاهره د ځینو هېوادو لکه ترکیه دلیل دادی چې هغوی او نور هېوادونه هېڅ څوک هم نه غواړي په خپلو هېوادونو کې د بل ملک وګړو ته په نا قانونه ډول د هستوګنې اجازه ورکړي، ځکه دا یوازې افغانان هم ندي چې په نړۍ کې آواره او سرګردانه ګرځي، بلکې د ګڼو بې وزله او جګړه ځپلیو هېوادونو وګړي او آن د ځینو هوسا او آرامه هېوادونو وګړي هم د خپلو خوبونو دنیاګۍ یعنې لویدیځ ته د رسېدو په امید د لارې په ملکونو کې د خوارۍ او درپه درۍ شپې ورځې تېروي، خو دا هم د پاملرنې وړ ده چې پدې منځ کې او په تېره بیا په ایران او پاکستان کې ګڼ شمېر هغه خوار او بې وزله افغانان هم دي چې آن په افغانستان کې د کمونیستي کودتا او پر دې ملک د پخواني شوروي د سرو ځواکونو د یرغل له وخت څخه هلته دېره دي، همالته پیدا شوي، لوی شوي او ژوند یې کړی دی.

د تېرې میاشتې له پیل څخه چې پاکستان د افغان کډوالو د را ایستلو کومه لړۍ پیل کړې او ورسره جوخت چې د هغوی لوړ پوړو چارواکو کوم ډول څرګندونو، ګیلو او ناندریو لړۍ په لاره اچولې له هغې نه په ډاګه ښکاري چې هغه د یوه محلي متل په مصداق تر کاسې لاندې کومه نیم کاسه شته او د پردې شا ته زمونږ د شریر ګاونډي غوښتنې څه بل رنګ لري.

دا چې په کلونو، لسیز او آن تر نیمې پېړۍ زیاته موده په هغه ملک کې د مېشتو افغانانو ته د پاکستاني چارواکو او د هغه هېواد د پوځ په لاس لوبېدونکي ښاغلي کاکړ د حکومت له غوسې موخې څه دي؟ اوږده بحث ته اړتیا لري، خو هغه څه چې پدې تړاو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت یوې ویاندې میرمن زهرا بلوچ په خپله اونېزه خبري ناسته کې ویلي کېدای شي تر یوه بریده د پاکستان د موخو څرګندونه وکړي، مېرمن بلوچ په څرګندو ټکو کې وایي: د افغانستان له اوسني حکومته هغه څه تر لاسه نه شول چې “موږ یې تمه لرله”.

بل اړخ ته ایران هم په بشپړ ډول د پاکستان په څېر او آن تر هغې هم بدتره پداسې حال کې له هغه هېواده د خوارو افغان کډوالو په جبري را ایستلو پیل کړی او یا یې دې ته اړباسي چې په رضاکارانه ډول هغه خاوره پرېږدي چې د همدې میاشتې په پیل کې د افغانستان د کابینې یوه لوړپوړي پلاوي تهران ته د یوې اونۍ رسمي سفر درلود او د دوه اړخیزو همکاریو د بحث په سر کې افغان پلاوي له ایرانه وغوښتل تر څو په هغه ملک کې له خوارو اوکاریګرو افغانانو سره له صبر او زغم څخه کار واخیستل شي.

له خوارو افغانانو سره د دواړو ګاونډیو او د سیمي د نورو لرې نژدې هېوادو دغه چلند او په تړاو یې د هغوی منافقانه رویه که یوې خواته د دغه را ستنېدونکو په تړاو مونږ ته د عبرت یو ښه درس راکوي، بل خوا مو دې ته هم پام را اړوي چې د هېواد  ټول شتمن وګړي، خیریه بنسټونه او مخور شخصیتونه لکه څه ډول چې له نورو مصیبت ځپلو هېواد والو سره مرستو ته چمتو والی نیسي، دغه په زور را ستنو شویو کډوالو سره هم د یوې ملي روحیې په خپلولو او ملي کمپاین په روحیه مرسته وکړي، تر څو د شریرو ګاونډیانو څخه پر افغانانو د فشار دغه وسیله هم نوره واخیستل شي. والسلام

 

ـــــــــــــــــــــــ

د نورو تبصرو او خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️

 

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس