معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / بهر ته د افغاني توکو صادرات؛ د سوداګرۍ وزارت یې له ډېروالي خبر ورکوي

بهر ته د افغاني توکو صادرات؛ د سوداګرۍ وزارت یې له ډېروالي خبر ورکوي

ګهیځ: نن پنجشنبه (د لیندۍ ۱۱مه) د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي په روان کال کې یې تر اوسه د ۹۳۰ میلیونه ډالرو په ارزښت افغان توکي بهر ته لېږدولي دي.

د اسلامي امارت ویاند انعام الله سمګاني پر خپل ټویټر د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست حاجي نورالدین عزیزي له قوله لیکلي، چې د روان کال تر لړم میاشتې پورې یې د ۹۳۰ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت توکي صادر کړي دي.

د عزیزي په خبره دا صاردات به د روان کال تر پایه له یو میلیارد ډالرو هم لوړ شي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د رسمي راپور پر بنسټ افغانستان په تېر ۱۳۹۹ لمریز کال کې یوازې د ۷۷۷ میلیونه ډالرو په ارزښت توکي صادر کړي وو.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس