معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / بلوڅو بېلتون غوښتونکو تېره شپه بولان دره کې د مچ پر زندان بريد کړی

بلوڅو بېلتون غوښتونکو تېره شپه بولان دره کې د مچ پر زندان بريد کړی

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/ سلواغه ۱۰ مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د بلوچ لبرېشن په نوم وسلوالې ډلې تېره شپه د بلوچستان په بولان دره کې د مچ پر زندان بريد کړی دی.

که څه هم د بلوچستان صوبې د اطلاعاتو سرپرست وزیر جان اڅکزی ويلي، چې ځواکونو یې دغه درې همغږي بریدونه شنډ‌ کړي، خو بلوڅو بېلتون غوښتونکو ویلي، چې په خپل دغه برید او دوه ساعته نښته کې یې ۴۵ پاکستاني پوځيان وژلي او ټول بندیان یې آزاد کړي دي.

بلوڅو بېلتون غوښتونکو ډلې زیاته کړې، چې د دغه برید په پایله کې یې د وژل شویو پاکستاني پوځیانو جسدونه هم له ځان سره ساتلي او په پراخه کچه وسلې او مهمات يې هم تر لاسه کړي دي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس