معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / برېښنا شرکت ۱۸۰ میلیونه افغانۍ پخواني پورونه راټول کړي

برېښنا شرکت ۱۸۰ میلیونه افغانۍ پخواني پورونه راټول کړي

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/ سلواغه ۲۸ مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د برېښنا شرکت مسوولینو ويلي، چې په تېرو دوو کلونو کې له یو شمېر سیاسي څېرو او زورواکو نږدې ۱۸۰ میلیونه افغانۍ پورونه راټول کړي دي.

د دغه شرکت ویاند که څه هم د هغه چا نوم نه دی اخیستی چې خپل پورونه یې نه دي پرې کړي، خو د دغو پوروړلو د پورونو له راټولولو یې ډاډ ورکړی دی.

د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي د برېښنا شرکت له دغه اقدامه هرکلی کوي او زیاتوي، چې له پوروړو سره باید جدي چلند وشي.

د اقتصادي چارو یو شمېر شنوونکي بیا پر دې باور دي، چې په رڼه توګه د پورونو راټولول به له نورو هېوادونو د برېښنا د وارداتو په زیاتوالي کې هم ګټور تمام شي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس