معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ایران په افغانستان کې د شرارت لپاره بهانې لټوې!!

ایران په افغانستان کې د شرارت لپاره بهانې لټوې!!

د یوې ایراني رسنۍ د راپور له مخې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني له خبریالانو سره د خبرو په ترڅ کې یو ځل بیا له افغانستان سره د دغه هېواد د اوبو لانجه یو ځل بیا یاده کړې او د سرچینې په خبره هیله یې څرګنده کړې چې افغان حکومت وکړای شي د دواړو هېوادونو ترمنځ د پخواني تړون په چوکاټ کې د ایران د اوبو حق د ورکړې په لړ کې خپلې ژمنې پوره کړي.

د دغه راپور له مخې کنعاني د سلواغې په ۱۶مه له خبریالانو سره په خپلې اونیزې غونډې په ترڅ کې وویل چې پدې تړاو یې د افغانستان له سرپرست حکومت له چارواکو سره خبرې اترې او تماسونه دوام لري او په خبره یې د هلمند سیند د اوبو موضوع د خبرواترو یوه جدي موضوع ده چې په اړه د کابل له چارواکو د ایران له دوامدارو غوښتنو څخه ده.

ایراني چارواکي په وار وار د هلمند د سیند د اوبو موضوع له افغانستان سره د خپلې یوې دوامداره ستونزې په توګه یادوي او تل پدې اړه مغرضانه او پارونکې خبرې کوي او داسې فکر کېږي چې که افغان حکومت دا ستونزه حل نکړي نو دوی به خوا مخوا داسې کوم اقدام وکړي چې هغه د چا خبره پایلې به یې ښې نه وي.

دوی پدې تړاو دومره جدي خبرې کوي چې آن کله ناکله ډیپلوماتیک آداب او مروج رسمونه هم تر پښو لاندې کوي او په ګواښمنه لهجه د دوی په خبره خپل د اوبو حق غواړي او ښه نمونه یې په تېر دوبي کې د دغه هېواد د سیستان او بلوچستان ایالت ته د هغوی د ولسمشر ښاغلي رییسي د سفر په ترڅ کې د نوموړي هغه بې ادبه او پارونکې خبرې وې چې ویل یې که افغانستان د هلمند له سند څخه د دوی د اوبو حق ورنکړي نو د ده په خبره پایلې به یې ښې نه وي.

هغه وخت هم افغان چارواکو او افغان سیاستوالو پدې تړاو بېلابېل غبرګونونه څرګند کړل او د ایراني ولسمشر دغه لهجه او څرګندونې یې د ټولو مروجه ډیپلوماتیکو عرفونو خلاف وګڼل او آن په سیمه ییزه او نړیواله کچه هم د ایراني ولسمشر دغه پارونکې او د ډیپلوماتیکو آدابو خلاف څرګندونې وغندل شوې او بېلابېل نظرونه یې په تړاو ښکاره شول.

د افغانستان او ایران تر منځ د هلمند د سیند د اوبو وېش او پدې ګډو اوبو کې د ایران د حق تثبیت د دواړو هېوادو د شاهي حکومتونو تر منځ د یوه لاسلیک شوي تړون په اساس ترسره شوی ؤ او په دغه موده کې دواړو هېوادونو تر منځ نه یوازې څو حکومتونه بدل را بدل شوي دي چې په سیمه او نړۍکې هم پراخ اقلیمي بدلونونه هم را منځ ته شوي دي.

د تاریخي اسنادو پر بنسټ د هلمند د اوبو تړون په ۱۹۷۳زېږدیز کال کې هغه وخت چې محمد موسی شفیق د افغانستان صدراعظم ؤ، له ایران سره لاسلیک شو او د دې تړون له مخې دواړو لوریو هوکړه کړې وه ترڅو هر کال به له افغانستان څخه ایران ته اته سوه او شل میلیونه کیوبک متره اوبه داخلېږي.

اما پدې تړاو د ایران نارې سورې پدې وروستیو کلونو کې چې د سیمې او نړۍ په کچه پراخ اقلیمي او سیاسي بدلونونه رامنځ ته شوي دي پورته شوې دي په تېره بیا د ایراني واکمنو فریادونه هغه وخت ډېر اوچت شول چې کله د افغانستان واکمنو د تېر جمهوریت پر وخت د هېواد په جنوب لویدیځه حوزه کې د اوبو بندونه جوړ کړل او هڅه یې وکړه چې ګاونډیو هېوادو ته د افغانستان بې ځایه بهیدونکې اوبه را کنټرول او په خپل هېواد کې ترې ګټه واخلي.

د ایراني واکمنو او په هغه هېواد کې د ځینو خبیثو کړیو دا فریادونه دومره زیات شول چې آن ولسمشر یې هر ډول ډیپلوماتیک پروتوکولونه تر پښو لاندې کړل او له افغانستان سره په ګډه پوله پراته د هغه هېواد د سیستان او بلوچستان ایالت ته د یوه کمپایني سفر په ترڅ کې افغانستان په څرګنده وګواښاوه.

د ایراني ولسمشر تر دې پارونکو او ګواښونکو څرګندونو وروسته افغانستان ته د ایران تخنیکي ټیم هم د همدې اوبو د کچې معلومولو او د دوی په خبره د خپلې حقابې د تثبیت په موخه سفر وکړ او هرڅه یې په خپلو سترګو ولیدل او وارزول، اما د دې سره سره د ایراني چارواکو نارې سورې غلې نه شوې.

ځیني سیمه ییز کار پوهان پدې اند دي چې د ایران په سیستان او بلوچستان ایالت کې د اوبو د کمښت عوامل هلته د نفوسو وده، بې فایدې کرنه او د اوبو د ښه مدیریت نه شتون دی چې لدې سره سره بیا هم ایراني چارواکي له افغانستان څخه د دوی په خبره د اوبو د خپل حق غوښتنه کوي.

اوس د ایران د بهرنیو چارو وزارت د ویاند تر وروستیو څرګندونو وروسته داسې ښکاري چې ورځ تر بلې دا مسأله له ایران سره سختیږي او اړتیا ده ترڅو افغان حکومت خپلو اوبو ته ځانګړې پاملرنه وکړي او که ایران بیا هم په سپین سترګي توب سره د اوبو نړیوال قوانین تر پښو لاندې کوي باید نړیوالو بنسټونو ته چې د اوبو په برخه کې کار کوي شکایت وکړي تر څو دغه کړکیچ ته د پای ټکی کېږدي. “پای”

ـــــــــــــــــــــــ

د نورو تبصرو او خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️

 

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس