معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ایران د روان لمریز کال په لومړیو ۶ میاشتو کې ۳ لکه ۲۸ زره افغانان وېستلي

ایران د روان لمریز کال په لومړیو ۶ میاشتو کې ۳ لکه ۲۸ زره افغانان وېستلي

کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ  ۱۹  نېټه):

د ایرانۍ رسنۍ “ایرنا” د راپور پر بنسټ د روان لمریز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د ایران حکومت ۳ لکه ۲۸ زره بې اسناده افغانان ګډوال بېرته افغانستان ته استولي دي.

یادې رسنۍ د خراسان رضوي د پولیسو د مشر مجید شجاع له قوله زیاته کړې، چې دغه حکومت تازه ۱۳ زره نور بې اسناده افغان کډوال هم د دوغارون او طیبات له سرحدونو افغان لوري ته سپارلي دي.

افغان حکومت لا تر دې دمه د دغو افغان کډوالو د راتلو په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

ایران په داسې مهال له خپل هېواده د بې اسناده افغان کډوالو د وېستلو خبر ورکوي، چې دې وروستیو کې پاکستان په جبر له دغه هېواده د ۱.۵ میلیونه بې اسناده افغان کډوالو د وېستلو لړۍ پیل کړې ده.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس