معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / امریکا په عراق او سوریه کې پر ایران پلوه وسلوالو بریدونه کړي

امریکا په عراق او سوریه کې پر ایران پلوه وسلوالو بریدونه کړي

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/ سلواغه ۱۴ مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ ویلي، چې امریکایي ځواکونو په عراق او سوریه کې د ایران پلوه وسلوالو پر مرکزونو بریدونه کړي.

د خبر پر بنسټ، د امریکا ولسمشر جوبایډن په عراق او سوریې کې د ایران پلوه وسلوالو پر مرکزونو د امریکایي ځواکونو د بریدونو په اړه یوې اعلامیې کې ویلي، امریکایي ځواکونو تېره ورځ له غرمې وروسته د ده په لارښوونې، عراق او سوریې کې د ایران پلوه ملېشو هغه تاسیسات ویشتلي، چې د امریکایي ځوکونو پر ضد برید کولو لپاره کارول کېدل.

بایډن په دې اعلامیې کې ویلي، چې امریکا په منځني ختیځ او نورې نړۍ کې جګړه نه غواړي. دې قوماندانۍ په ټولنیزو شبکو کې ویلي، چې په عراق او سوریه کې یې تر ۸۵ ډېر اهداف ویشتي، خو د مرګ – ژوبلې په اړه یې لا څه نه دي ویل شوي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس