معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / الجزیره په غزه کې د خپل خبریال د وژنې قضیه نړیوالې محکمې ته وړاندې کوي

الجزیره په غزه کې د خپل خبریال د وژنې قضیه نړیوالې محکمې ته وړاندې کوي

کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ۲۶  نېټه):

د عربي رسنیو د خبر له مخې د الجزیرې چینل اعلان کړی، چې په غزه کې د خپل خبریال د قتل قانوني قضیه چمتو کوي او د جرمونو نړیوالې محکمې ته یې وړاندې کوي.

د الجزیرې کمره مین سامر ابو دقه د تېرې جمعې په ورځ د غزې په خان یونس کې پر یوه ښوونځي د اسراییلو په توغندیز برید کې ووژل شو.

د چارو څارونکي وایي، غزه کې د خبریالانو او د رسنیو کارمندانو هدف کول د اسراییلو له لوري غزه کې د روانو وحشتونو پټولو هڅه ده، چې غواړي د نړۍ او نړیوالو له سترګو څخه حقایق، خپل وحشي بریدونه او بشريت ضد جنایتونه پټ وساتي.

د تایید شویو شمېرو له مخې تر دې مهاله غزه کې شاوخوا ۸۹ خبریالان د اسراییلي اشغالګرو له لوري په مستقیم ډول وژل شوي، ۸ تنه نیول شوي او ګڼ نور ټپیان شوي دي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس