معماری
خانه / ګهیځ نیوز / د اسلامي نړۍ خبرونه / افغان کډوال د ترکي پولیسو له ناسم چلند شکایت لري

افغان کډوال د ترکي پولیسو له ناسم چلند شکایت لري

کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمري ۱۷ مه نېټه):
د راپورونو له مخې یو شمېر افغان کډوال، چې له ترکیې څخه ایستل شوي، د دغه هېواد د پولیسو پر ناسم چلند نیوکه کوي.
د دوی په خبره، د ترکي پوله ساتونکي ځواکونه افغان کډوال ربړوي، وهي – ډبوي او حتا د ترکیې – ایران ترمنځ پوله کې پرې ډزې کوي.
په همدې حال کې، د سرپرست حکومت ویاند له اسلامي هېوادونو غوښتي، چې له افغان کډوالو سره انساني او اسلامي چلند وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د بې روزګارۍ له امله لا هم هره ورځ سلګونه افغانان په ناقانونه توګه ایران او ترکیې ته ځي، چې ډېری شمېر یې بېرته هېواد ته را کرځول کیږي.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس