معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / افغان پوله ساتو پر فرضي کرښه د پاکستاني پوځیانو نهه پوستې په نښه کړي

افغان پوله ساتو پر فرضي کرښه د پاکستاني پوځیانو نهه پوستې په نښه کړي

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/ کب  ۲۹   مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د سرپرست افغان حکومت ویاند له یوه خصوصي ټلوېزیون سره په خبرو کې ویلي، چې افغان پوله ساتو ځواکونو د دفاع وزارت په امر د فرضې کرښې په اوږدو کې نهه ځایه د پاکستاني پوځیانو پوستې په نښه کړي دي.

د نوموړي په خبره د درنو وسلو په دې بریدونو کې پاکستاني پوځیانو ته مرګ – ژوبله هم اوښتې، خو شمېر یې په ډاګه نه کړ.

د پاکستاني رسنیو راپورونه بیا وایي، چې دغو بریدونو کې د مظهر جهان په نوم یو لوړ پوړی پاکستانی افسر وژل شوی او دوه نور شدید ژوبل شوي دي.

د دغو رسنیو په وینا د یادو بریدونو له امله ښایي د پاکستاني ځواکونو د تلفاتو کچه نوره هم لوړه شي.

د یو شمېر ناتایید شویو راپورونو له مخې بیا ویل شوي، چې دغو نښتو کې د څلور لوړ رتبه افسرانو په ګډون ۱۸ پاکستاني پوځیان وژل شوي او شپږ نور ژوبل دي.

ځایي سرچینو ویلي، چې د افغان پوله ساتو ځواکونو تر بریدونو وروسته پاکستاني پوځیانو خپلې پوستې پرېښي او شاتګ یې کړی دی.

بل لور د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې پکتیکا او خوست ولایتونو د هوايي بریدونو په غبرګون کې یې کابل کې د پاکستان د سفارت سرپرست هم احضار کړی او احتجاجلیک یې ورته سپارلی دی.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس