معماری
خانه / ګهیځ نیوز / لوبې / افغان لوبډله نن له هند سره دوهمه شل اوریزه لوبه کوي

افغان لوبډله نن له هند سره دوهمه شل اوریزه لوبه کوي

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/ مرغومي۲۴ مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان او هند کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د دریو شل اوریزو لوبو د لړۍ دوهمه شل اوریزه لوبه نن ماښام شپږ بجې ترسره کیږي.

د خبر پر بنسټ، تر دې وړاندې لومړۍ شل اوریزه لوبه هند د شپږو وېکټو په توپیر ګټلې وه.

که چېرته نننۍ لوبه افغان لوبډله ګټي، نو لوبلړۍ به یو پر یو مساوي او د وروستۍ شل اوریزې لوبې په ګټلو سره به د لوبلړۍ ګټونکې لوبډله په ډاګه کیږي.

افغان لوبډلې ته د دې لوبلړۍ ګټلو لپاره دوه لوبې او د هندۍ لوبډلې لپاره یوازې یوه لوبه ګټل پکار دي.

د دواړو لوبډلو ترمنځ د دې شل اوریزې لوبلړۍ وروستۍ لوبه به د روانې جنورۍ میاشتې په ۱۷ نېټه ترسره شي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس