معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / افغان حکومت وایي، پر افغان خاورې د پاکستان بریدونه به بدې پایلې ولري

افغان حکومت وایي، پر افغان خاورې د پاکستان بریدونه به بدې پایلې ولري

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/ کب  ۲۸   مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د سرپرست افغان حکومت ویاند ویلي، چې د پاکستاني لوري پر افغان خاورې بریدونه به بدې پایلې ولري.

مجاهد د پاکستاني لوري لخوا پر خوست او پکتیکا د تېرې شپې هوايي بریدونه په کلکو ټکو غندلي دي.

په دغو بريدونو کې پنځه ښځې او درې ماشومان وژل شوي دي. د سرپرست حکومت ویاند د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، دا ډول بریدونه د افغانستان پر حریم تېری دی او بدې پایلې به ولري، چې بیا به یې کابو کول د پاکستان په واک کې نه وي.

هغه د پاکستان له نوي حکومته غوښتي، چې د څو پوځي جنرالانو د “بې باکو” کړنو له امله د دواړو هېوادونو اړیکې خرابې نه کړي او دغه هېواد دې د خپلې بې وسۍ پړه پر افغان لوري نه اچوي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس