معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / افغان حکومت د سیمې هېوادونو ټرانزیټي موټرو لپاره د اسانتیاو ډېرښت خبر ورکوي

افغان حکومت د سیمې هېوادونو ټرانزیټي موټرو لپاره د اسانتیاو ډېرښت خبر ورکوي

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/ سلواغه ۲۸ مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې سرپرست حکومت ویلي، ګاونډیو او سیمې هېوادونو ټرانزیټي موټرو ته د پخوا په پرتله اسانتیاوې ډېرې شوي دي.

د سرپرست حکومت ویاند زیاته کړې، چې د هېواد په لویو لارو او ګمرکونو کې د اسانتیاو برابرېدل او د امنیت ټينګښت هغه مهم لاملونه دي، چې د ګاونډیو او سیمې هېوادونو د ټرانزیټي موټرو لپاره یې افغان خاورې ته تګ – راتګ اسان کړی دی.

د سوداګرۍ او پانګونې خونه بیا وايي، افغان سوداګرو ته د منځنۍ آسیا، د ایران د عباس او چابهار بندرونو له لارې ټرانزیټ ډېر ګران تمامیږي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړي خان جان الکوزي ويلي، د پاکستان په کراچۍ بندر کې د ټرانزیټ له لارې د توکو په لېږد کې ستونزې هم د سوداګرو لپاره په سترې ننګونې بدلې شوې دي.

په ورته مهال، مالیې وزارت وايي، ټرانزیټ د سرپرست حکومت د عایداتي څانګې یوه مهمه برخه ده چې له امله یې هېواد ته په مستقیمه او غیر مستقیمه توګه عواید راځي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس