معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / افغانستان او ګاونډیان؛ هغه ستونزه چې حل لاره یې لټول په کار دي!

افغانستان او ګاونډیان؛ هغه ستونزه چې حل لاره یې لټول په کار دي!

د افغانستان د دفاع سرپرست وزیر روانه اونۍ په یوه خبري ناسته کې وویل چې په هېواد کې په وروستيو وسله والو تروریستي بریدونو کې چې پر جوماتونو، عبادت ځایونو او نورو عامه ځایونو کې ترسره کېږي، تر ډېره بریده هغه کسان ښکیل دي چې زمونږ له دوو ګاونډیو هېوادو پاکستان او تاجکستان څخه راځي او پدې تړاو یې دواړو ګاونډیو هېوادو ته خبرداری ورکړ تر څو د هغو مخه ونیسي او له افغانستان سره خپلې ګډې پولې کنټرول کړي.

نوموړي همدارنګه زیاته کړه چې په تېره څه موده کې د افغانستان امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې په لس ګونو پاکستاني او تاجکستاني وګړي وژل شوي دي او آن ځیني یې نیول شوي هم دي.

په افغانستان کې د ګاونډیانو نېغ په نېغه مداخله او د دې هېواد په چارو کې د لاسوهنې عادت متأسفانه پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد له مستقیم پوځي یرغل او آن په افغانستان کې د ۱۳۵۷ لمریز کال د ثور د اوومې کمونیستي کودتاه له وخته پیل شوې ده او تر ننه دوام لري، داچې د دې مداخلو او لاسوهنو لاملونه او پایلې څه وې او ولې یې مخه نشوای نیول کېدای، اوږد بحث دی چې دا کرښې یې نه ځای دی او نه هم دا بحث دومره ساده او آسانه دی چې وکولای شو دلته یې را غونډ کړو.

خو هغه څه چې پدې ترڅ کې ثابت دي او د افغانستان د تاریخ په تېره کم او زیات یوه پېړۍ کې ترې انکار نشي کېدای، دلته او د دې هېواد په چارو کې د ګاونډیانو مغرضانه او شریرانه لاسوهنې او مداخلې دي چې متأسفانه زمونږ هېواد او ولس ترې تل زیان لیدلی او آن پدې هېواد کې د سترې مادي او معنوي ورانۍ او یجاړۍ سبب هم شوې دې.

د ګاونډیانو د مداخلو او لاسوهنو په لړ کې پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د پوځي یرغل او آن تر هغې وړاندې دلته د شوروي په مستقیم ملاتړ د ۱۳۵۷ لمریز کال د ثور د اوومې شومه پوځي کودتا او د هغې شومې اغېزې هغه څه دي چې د افغانستان په معاصر تاریخ کې یې د دې هېواد د بد مرغیو د پیلامې په توګه یادولای شو.

که څه هم په افغانستان کې د ۱۳۵۷ لمریز کال تر کمونیستي کودتاه وړاندې هم دلته د سیمې او نړۍ د هېوادونو او په تېره بیا د نړۍ په کچه د هغه وخت د دوه قوتونو (شوروي او امریکا) لاسوهنې او رقابتونه څرګند وو چې په افغانستان کې دغه خونړۍ کودتا او ترې سمدستي وروسته دلته د پخواني شوروي پوځي یرغل هم د دغه رقابتونو زېږنده او پایله ګڼلای شو، خو هغه خونړۍ لړۍ چې په هېواد کې مو تر دغه تاریخي موړ وروسته پیل شوه، د افغانستان د هغه سترې غمېزې پیل ګڼلای شو چې لا تر ننه یې افغانستان او افغانان په تاو کې سوزي او لا هم له پردیو مداخلو کړېږي.

پدې اوږده تاریخ کې هغه څه چې په ډاګه کېږي دا دي چې افغانستان تل تر ټولو لوی زیان له خپلو هغه ګاونډیو لیدلی چې ورسره ګډه پوله لري او ورسره ګډه پوله یې هم تر نورو اوږده او ناخوالې یې هم زیاتې دي.

پخواني شوروي اتحاد که پر افغانستان پوځي یرغل کړی دی هم، هغه وخت یې له افغانستان سره ګډه پوله درلوده، وروسته بیا که امریکا پر افغانستان پوځي یرغل کړی دی هم که یې له افغانستان سره ګډه پوله نه درلوده نو زمونږ سره د ګډې پولې درلودونکي هېواد (پاکستان) خاوره یې زمونږ پر خلاف کارولې ده او پدې توګه مونږ تل له خپلو ګاونډیانو زیان لیدلی او تر ننه همدا ګاونډیان دي چې مونږ په آرام نه پرېږدي او زمونږ د هېواد د نا امنه کولو په لټه کې دي.

بل خوا د پاکستان تر څنګ تاجکستان چې د دفاع د اوسني وزیر په خبره دوهم هغه هېواد دی چې په افغانستان کې یې لاسوهنې زیاتې دي، که د افغانستان او سیمې لنډ تاریخ ته وګورو دا هېواد هم زمونږ په وروستي تاریخ کې د مداخلې او لاسوهنې په ډاګه دي.

د افغانستان په چارو کې د سیمې او ګاونډ د هېوادو د مداخلو لړۍ اوږد تاریخ لري او د دغه مداخلو او لاسوهنو پایلې او اغېزې هم دومره زیاتې دي چې د تاریخ پاڼې پرې ډکې دي او کتابونه پرې لیکل شوي او لا هم لیکل کېږي.

دې ټولو ته په کتو اوس که یوې خواته د دغه دواړو او نورو شریرو ګاونډیانو د مداخلو او لاسوهنو دغه لړۍ ته د پای ټکی اېښودل په کار دي نو تر څنګ یې د هغه لاملونو او عواملو موندل او د هغې څېړل او له مینځه وړل په کار دي چې پردي او په تېره بیا ګاونډیان تل زمونږ په چارو کې لاسوهنه او مداخله کوي.

مونږ افغانان تل پدې ډېر ویاړو چې په نژدې یوه پېړۍ کې مو د سیمې او نړۍ څو ستر قوتونه مات کړي دي، خو که د دې تر څنګ پدې هم لږ سوچ وشي چې مونږ ولې تل د پردیو له یرغلونو او مداخلو سره مخ یو او ولې مو تل د پردیو په لمسون د خپل هېواد ورانولو ته مټې را نغاړلې دي؟ دا هغه څه دي چې نن زمونږ هېواد او هېوادوال ورته اړتیا لري.  پای

 

ـــــــــــــــــــــــ

 

د نورو تبصرو او خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️

 

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس