معماری
خانه / کتابخانه / تحلیل او تبصره / افغانستان، کارګر ماشومان او لا روانې غمېزې!

افغانستان، کارګر ماشومان او لا روانې غمېزې!

پرون د لمریز کال د غبرګولي یا جوزا ۲۲مه چې د زېږدیز کال د جون میاشتې له ۱۲مې نېټې سره برابره وه، د ملګرو ملتونو سازمان اړوند د ماشومانو د وجهي صندوق ادارې یا یونیسیف له خوا د کارګرو ماشومانو د کار د مخنیوي ورځې په نامه په نړۍ کې ولمانځل شوه.
له کار څخه د ماشومانو د ژغورنې نړیواله ورځ د ملګرو ملتونو سازمان له خوا “ټولنیز عدالت د ټولو لپاره؛ د ماشومانو کار پای ته ورسوئ” له شعار سره لمانځل کېږي.
دا ورځ تقریباً هر کال په همدې نامه د یونیسف له خوا لمانځل کېږي او په ترڅ کې یې د نړۍ په بېلابېلو هېوادو کې د ماشومانو د وضعیت په اړه راپورونه خپرېږي او د اعدادو او ارقامو په وړاندې کولو سره د نړۍ په وروسته پاتې هېوادو کې د ماشومانو وضعیت ارزول کېږي.
په هغه راپور کې چې د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندق یا “یونيسف” له خوا په همدې مناسبت خپور شوی دی راغلي دي چې په افغانستان کې له هرو پنځو ماشومانو څخه یو په کار بوخت دی.‌
د یونیسف د دغه راپور په اساس “مهاجرتونه،‌ له کورنۍ جداوالي،‌ د ناچاودو توکو له امله ټپي کېدل او له ښوونځیو وتل” هغه یو شمېر لاملونه دي چې افغان ماشومان مجبوروي تر څو په کم عمر کې کار وکړي او شاقه کارونو ته یې اړ باسي.
دغه سازمان همدا راز وایي چې په تېرو څو کلونو کې د نورو ستونزو تر څنګ، کورونا وبا د جګړو او کړکېچونو تر څنګ د کارګرو ماشومانو په شمېر کې زیاتوالی راوستلی دی چې د یاد راپور له مخې زمونږ هېواد افغانستان هم یو له هغو هېوادونو څخه شمېرل کېږي چې ګڼ شمېر ماشومان لا هم دلته سخت او شاقه کارونه کوي.
دغه راپورونه وایي چې لا هم یو میلیون ماشومان په جګړه ځپلي افغانستان کې د بېلابېلو لاملونو له امله په کار او هغه هم په شاقه کار بوخت دي او ډېر یې داسې درانه کارونه کوي چې د دوی صحت او روغتیا هم ګواښي.
که څه هم په افغانستان کې په کار بوختو ماشومانو د شمېرو په اړه به د افغان حکومت او یونیسف ادارې تر منځ اختلاف وي او افغان چارواکي دغه اعداد او ارقام چې یونیسف یې دلته د کارګرو ماشومانو په اړه وړاندې کوي، ناسم ګڼي، خو پر دې اختلاف سربېره هم په ګران افغانستان کې د کارګرو ماشومانو شتون یو تریخ حقیقت دی چې څوک ترې انکار نشي کولای.
پدې هېواد کې د پرله پسي څو لسیزو راهیسې روانه بدمرغه جګړه او د هغې ناوړه او بدمرغه پایلې داسې یو تریخ حقیقت دی چې دوست او دښمن یو هم نشي کولای ترې سترګې پټې کړې او له همدې امله غوره ښکاري چې د اعدادو او ارقامو پر سر د شخړې پر ځای غوره دا ده چې د دې کړکیچ پر حل لارو فکر وشي او په شاقه کارونو د بوختو ماشومانو د خلاصون او پدې مصیبت د نورو ماشومانو د نه اخته کېدو پر لارو چارو دقت وشي.
پر یوه هېواد او ولس چې څلور پنځه لسیزې پرله پسې د جګړې سرې لمبې بلې وي او وچ او لامده یې هرڅه دغه اور لولپه کړې وي، طبیعي خبره ده چې هلته به ماشومان هم د ولس او هېواد د یوې برخې په توګه زیانمن وي او دا هم حتمي ده چې دغه زیان منونکی قشر به تر نورو زیات له ناخوالو او کړاوونو سره مخ وي.
د افغانستان په تېر لنډ تاریخ کې د دې هېواد وګړي د تاریخ د تر ټولو ستر تاړاک څخه تېر شول او د تاریخ ډېرې نادودې یې ولیدلې او وزغملې چې متأسفانه د هغې آثار او اغېزې لا تر اوسه هم زمونږ په ملک کې شته او لا هم زمونږ خوار ولس د هغې له اغېزو ندی خلاص شوی.
او دا هم جوته ده چې د دې جګړه ځپلي هېواد د بل هر وګړي په څېر د دې هېواد ماشوم او نوی ځوان هم له دغه بدمرغه تپل شوې جګړې څخه اغېزمن شوی او متأسفانه دا اغېزې لا هم روانې دي او اوس هم په هغه ډول چې لازمه ده ستونزې ندي حل شوې.
دا هم باید له یاده ونه باسو چې د افغانستان د وګړو د دې غمېزو اصلي لامل پر دې هېواد د پردیو له خوا هغه تپل شوې جګړې دي او وې چې کم او زیات نیمه پېړۍ یې د افغان ولس زوړ، ځوان او ماشوم اغېزمن کړی او په یوه ډول نه یوه ډول یې ورته زیان رسولی دی.
پدې اساس ویلای شو چې په افغانستان کې که نن هر څه تېرېږي، څه پر لویانو او څه پر ماشومانو یو لوی لامل یې پر دې هېواد او دې مظلوم ولس تپل شوې پردۍ جګړې دي چې لا تر اوسه یې هم اغېزې ګالو او خدای خبر دا بدمرغه لړۍ به تر کله لا روانه وي.
دا هم باید هېر نه کړو چې د افغانستان پر لویانو او ماشومانو د دغو غمېزو او نا خوالو په تپلو کې که له بهر نه تپل شویو جګړو ونډه درلودلې په کور د ننه افغانان هم همدومره پکې ککړ دي او تر بهرنیانو زیات پدې اړه ملامت ګڼل کېږي.
په خورا تأسف باید ووایو چې زمونږ د ملک او ولس دا ستونزې او ناخوالې لا هم روانې دي او لاهم بېلابېل کورني او بهرني جهتونه لګیا دي زمونږ پر زخمونو مالګې شیندي او لا مو هم په آرامه ساه اخیستلو ته نه پرېږدي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو تبصرو او خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس