معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / اسراییل وایي، غزه کې یې شاید پرمختګ ډېر وخت ونیسي

اسراییل وایي، غزه کې یې شاید پرمختګ ډېر وخت ونیسي

کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ۲۵ نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې یو شمېر نړیوالو رسنیو سره خبرو کې ځینو اسراییلي جګپوړو چارواکو ويلي، چې غزه کې به د حـ.ـماس جنګیالیو سره د دوی جګړه شاید څو میاشتې وخت ونیسي.

تازه په ټولنیزو رسنیو کې داسې ویډیو لاس په لاس کیږي، چې په کې د اسراییلي پوځیانو ګڼ شمېر ټانګونه او په کې ناست پوځیان د راکیټي بریدونو په ترڅ کې له منځه ځي.

دغه راز ویډیوګانو کې د هغې چورلګې نسکورېدل هم ښیي، چې د اسراییلي ټپي شویو پوځیانو لېږدولو لپاره تللې وه.

د چارو څارونکي وایي، اسراییل اشغالګر په غزه کې له سخت مقامت سره مخ دي او په ګڼو استقامتونو کې له درنې مرګ – ژوبلې لیدو وروسته شاتګ ته اړ شوي دي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس