معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / اسراییل وایي، غزه کې ورته د جګړې د اهدافو ترلاسه کول تر پخوا سخت شوي

اسراییل وایي، غزه کې ورته د جګړې د اهدافو ترلاسه کول تر پخوا سخت شوي

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/ مرغومي ۷ مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې نړیوالو رسنیو د اسراییلي اشغالګرو د پوځ لوی درستیز “هیرتسي هلوي” له قوله ویلي، چې غزه کې ورته اهدافو ترلاسه کول د پخوا په پرتله سخت شوي دي.

د رسنیو په خبره نوموړي  خبرداری ورکړی، چې په غزه کې به یې روانه جګړه ډېرې نورې میاشتې هم ونیسي.

د اسوشیتید پرېس خبري اژانس د راپور له مخې اسراییلي اشغالګر دې وروستیو کې په ښاري سیمو، د غزې په شمالي برخه او په جنوبي ښارګوټي خان یونس کې له سخت مقاومت او جګړې سره مخ شوي دي.

د اسراییلو لومړي وزیر بینیامین نتنیاهو هم خبرداری ورکړی، چې د جګړې پای ته رسېدل ډېر لرې دي.

غزه کې د اوربند لپاره نړیوال فشارونه هم زیات شوي او امریکا هم له اسراییلو د ولسي وګړو د مرګ – ژوبلې د مخنیوي غوښتنه کړې.

حـ.ـماس جنګیالیو هم په تازه څرګندونو کې ګواښ کړی، چې په ټول توان به د اشغالګرو اسراییلي پوځیانو یرغل وځپي

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس