معماری
خانه / ګهیځ نیوز / د اسلامي نړۍ خبرونه / اسراییلي ځواکونه د غزې په څو نقطو کې د درنې مرګ – ژوبلې سره په شاه تمبول شوي

اسراییلي ځواکونه د غزې په څو نقطو کې د درنې مرګ – ژوبلې سره په شاه تمبول شوي

کابل-ګهیځ نیوز( د عقرب/ لړم ۲۹ مه نېټه):
غزه کې د حمـ.ـاس جنګالیو ویاند ابوعبیده د څو ټویټونو په کولو سره ویلي، چې د غزې په شمال کې یې تېره ورځ اسراییلي اشغالګرو سره سخته جګړه کړې او په څو نقطو کې یې دغه بریدګر په شاه تمبولي دي.
د نوموړي په وینا دغه جګړه کې یې اسراییلي پوځیانو ته درنه مرګ – ژوبله اړولې ده.
د نوموړي په خبره وژل شویو اسراییلي ځواکونو کې د ۴۳۲ ریزرو لوا قوماندان برید جنرال ایتا ایریل او شمال کې د اسراییلي کنډک بریدمن ګال میچالوف هم شامل دي، چې په شمالي سکټور کې د څو تنو نورو ملګرو سره یوځای وژل شوي دي.
بل لور د یمن حوثیانو د اسراییليانو یوه بېړۍ د ۵۲ تنه عملې سره یوځای سرې بحرې جنوب لور ته نیولې ده.
یمن حوثیانو ویلي، چې دا بېړۍ یې د غزې پر مظلومو مسلمانانو د اسرایـ.ـیلي وحشت په غبرګون کې نیولې ده.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس