معماری
خانه / ګهیځ نیوز / د اسلامي نړۍ خبرونه / اسراییلي ملېشو یو فلسطیني وګړی په ډزو وژلی

اسراییلي ملېشو یو فلسطیني وګړی په ډزو وژلی

پنجشنبه، د لړم ۱۲مه
کابل/ګهیځ: په اشغال شوي قدس ښار کې د اسراییلي رژیم جنګي ملېشې په یوه برید کې یوه فلسطیني ملکي وګړي خپل ژوند له لاسه ورکړی.
د فلسطین د روغتیا وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د اشغال شوي قدس په شمالي بیت دقو ښارګوټي کې اسراییلي ملېشې د محمد ریان په نوم یو ۴۲ کلن سړی په ډزو وژلی.
د راپورونو له مخې، اسراییلي ځواکونه نژدې هره ورځ تر اشغال لاندې سیمو کې ملکي وګړي په ډزو وژني.
دا په داسې حال کې ده، چې د لړم پر ۸مه ملګرو ملتونو سازمان ویلي، په روان ۲۰۲۲ کال کې د اسراییلي رژیم ملېشو په اشغال شوې لویدیځه څنډه کې ۱۱۸ فلسطیني وګړي په ډزو وژلي دي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس