معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / اسراییلي بریدونو کې د وژل شویو بې دفاع ولسي وګړو شمېر له ۱۹ نیم زرو واوښت

اسراییلي بریدونو کې د وژل شویو بې دفاع ولسي وګړو شمېر له ۱۹ نیم زرو واوښت

کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ  ۲۸  نېټه):

د نړیوالو رسنیو د خبر له مخې غزه کې د حـ.ـماس روغتیا وزارت ويلي، له هغه راهیسې چې اسرییلي اشغالګرو پر غزې تړانګې بریدونه پیل کړي، دلته د وژل شویو بې دفاع ولسي وګړو شمېر له ۱۹ نیم زرو څخه واوښت.

د راپور پر بنسټ، یاد وزارت ویلي، چې د دغو.بریدونو له امله ۵۰ زرو څخه ډېر نور کسان ژوبل شوي دي.

عربي رسنۍ وايي، له غزې د کره اطلاعاتو تر لاسه کول ډېر ګران ځکه دی، چې جګړې له پیل راهیسې هلته مخابراتي شبکې تړل شوي او لاسرسی ورته ډېر محدود شوی دی.

د دغو رسنیو راپورونه زیاتوي، چې د اسراییلو ډېر پوځیان په شا شوي، خو پر بې دفاع وګړو یې خپلو هوایي بریدونو ته زور ورکړی دی.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس