معماری
خانه / ګهیځ نیوز / د اسلامي نړۍ خبرونه / اسراییلي اشغالګرو په غزه کې د ۱۹ میلیارده ډالرو په ارزښت زېربناوې له منځه وړي

اسراییلي اشغالګرو په غزه کې د ۱۹ میلیارده ډالرو په ارزښت زېربناوې له منځه وړي

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل / وري ۱۶مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې نړیوال بانک په غزه کې د اوښتو زیانونو په اړه په خپل تازه خپاره کړي راپور کې ویلي، پر غزې د اسراییلي یرغل د پیل په لومړیو څلور میاشتو کې د شاوخوا ۱۹ میلیارده ډالرو په ارزښت زېربناوې او ودانۍ ویجاړې کړې دي.

په راپور کې ویل شوي، چې په دغو ویجاړیو کې د غزې ۶۲ سلنه کورونه، چې شمېر یې ۳ لکو ته رسېږي، له منځه تللي او ۷۵ سلنه وګړي په کې بې کوره شوي دي.

راپور زیاته کړې، چې په دغو بریدونو کې ۸۵ سلنه روغتیایي مرکزونه په نښه شوي، همداراز د غزې تر نیمایي زیات وګړي له قحطۍ او لوږې سره مخ شوي دي.

پر غزې د اسراییلي یرغل له پیل راهیسې د رسمي شمېرو له مخې ۳۳زره فلسطینیان شهیدان شوي او شاوخوا ۷۵ زره نور ټپیان شوي، چې زیاته برخه یې مېرمنې او ماشومان دي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس