معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / اسراییلو د غزې سوېل کې ځمکني عملیات پیل کړل

اسراییلو د غزې سوېل کې ځمکني عملیات پیل کړل

کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ ۱۳  نېټه):

د نړیوالو رسنیو د خبر له مخې د غزې سوېل کې د اسراییلي اشغالګرو له لوري تر درې ورځني سخت بمبارد وروسته یې ځمکني ځواکونه د غزې سوېل لوري ته خوځېدلي دي.

اسراییلي رسنیو ویلي، چې پوځ یې د خان یونس شمال کې ځمکني عملیات ‌پیل کړي دي.

اسرایيلو په دغو سیمو کې پر ګڼو ځایونو درنې بمبارۍ کړي دي.

د اسراییلو په شویو بمباریو کې تر دا مهاله نږدې ۱۶ زره بې دفاع ولسي وګړي وژلي او څه باندې ۴۱ زره نور یې ژوبل کړي دي.

حمـ.ـاس بیا ویلي، چې اسراییلي اشغالګر دوی سره د مقابلې توانه لري، چې له همدې امله بې دفاع ولسي وګړي په نښه کوي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس