معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / اروپايي ټولنې له افغانستان سره د مرستې لپاره خپل شرطونه وړاندې کړي

اروپايي ټولنې له افغانستان سره د مرستې لپاره خپل شرطونه وړاندې کړي

اروپايي ټولنه وایي افغان لوري ته یې د خپلو مرستو او همکاریو شرطونه واضح کړي دي.

ګهیځ: نن سې شنبه (دلیندۍ ۹مه) د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکلاسون په تازه څرګندونو کې ویلي چې په دوحه کې یې له افغان پلاوي سره پر مهمو مسایلو خبرې او بحثونه لرل.

د توماس په وینا افغان لوري ته یې هغه شرطوه واضح کړي، چې پر بنسټ یې دوی له افغانستان سره مرستې کوي. نوموړي ویلي، افغان پلاوي ور سره ژمنه کړې چې د دوه وړاندې شوي شرطونه عملي کوي.

نوموړی دا هم وايي چې اروپايي ټولنه غواړي څو په افغانستان کې ټولګډونه حکومت جوړ شي، ښځو ته په حکومت کې ونډه ورکړل شي، بشري حقونو ته درناوی وشي، ټول اړخونه دې په حکومت کې ګډ وي، د قومي اختلافونو مخنیوی دې وشي او تر څنګ یې دې د پیاوړي حکومت لپاره مسلکي او وړ کسان په اداراتو کې ځای پر ځای شي.

تر دې وړاندې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي هم ویلي وو چې له اروپايي ټولنې سره یې خبرې ګټورې وې او ښې پایلې به ولري.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس