معماری
خانه / ګهیځ نیوز / د اسلامي نړۍ خبرونه / ارمنستان په قره باغ کې د روسي سوله ساتو ځواکونو د ماموریت د غځولو غوښتنه کړې

ارمنستان په قره باغ کې د روسي سوله ساتو ځواکونو د ماموریت د غځولو غوښتنه کړې

کابل/ګهیځ:
نن یکشنبه (د لړم/عقرب ۸مه او د اکټوبر میاشتې ۳۰مه نېټه ده)د ارمنستان لومړي وزیر اعلان وکړ چې ایروان چمتو دی، چې په قره باغ کې د روسیې د سوله ساتو ځواکونو د ماموریت موده د شلو کلونو لپاره وغځوي.
د اناتولیا خبري اژانس د خبر له مخې، د ارمنستان لومړی وزیر نیکول پاشینیان په قره باغ کې د اوربند د هوکړې د عملي کیدو په اړه وویل: “موږ د روسیې له سوله ساتو ځواکونو څخه غوښتي چې خپل ماموریت ته دوام ورکړي “.
هغه ټینګار کړی، چې په سوچي کې د لس، پنځلس او یا شلو کلونو لپاره د سوله ساتو ځواکونو ماموریت د سند لاسلیکولو ته تیار دی.
پاشینیان څرګنده کړه چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین باید پر دغه وړاندیز غور وکړي او په وینا یې کولی شي وړاندیز وکړي، خو روسیه باید د ده له وړاندیزه ملاتړ وکړي.
په ۲۰۲۰ میلادي کال کې د روسیې سوله ساتي ځواکونه د نګورنو قره باغ په جنجالي سیمه کې د اوربند د ارزونې لپاره وګمارل شول.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس