معماری
خانه / کتابخانه / تحلیل او تبصره / آیا افغانان پر خپلو دوو ګاونډیانو باور کولای شي؟

آیا افغانان پر خپلو دوو ګاونډیانو باور کولای شي؟

د تېرې اونۍ په پای او روانې اونۍ په سر کې د افغان حکومت د ریاست الوزرا د اقتصادي چارو مرستیال په مشرۍ یوه لوړ پوړي پلاوي زمونږ لویدیځ ګاونډي ایران ته د یوې اونۍ رسمي سفر درلود چې د هغه هېواد له بېلابېلو چارواکیو سره یې پر لیدنو کتنو سربېره د رسنیو د راپورنو له مخې د ګډې همکارۍ په اړه له هغه هېواد سره پنځه بېلابېل هوکړه لیکونه او تړونونه هم لاسلیک کړي دي.
د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ایران ته د خپل مل پلاوي سره تر دغه سفر وروسته په بېرته راګرځېدو کې خپل دغه سفر له لاسته راوړنو ډک و ارزولو او ځینو نړیوالو رسنیو هم د فلسطین د اوسنۍ جګړې په تړاو د افغانستان او ایران یو شان دریځ ته په کتو سره، د کابل او تهران د لا نژدې کېدو او د دواړو هېوادو د همکاریو د پراخېدو اټکل کړی دی.
په سیمه ییزو او نړیوالو اړیکو کې له ګاونډیانو سره په روابطو کې توازن ساتل او په داسې حال کې چې له یوه ګاونډي سره ستونزه یا شخړه را منځ ته شوې وي، د بل لور ته ډېر ژر ور نژدې کېدل ځانګړې معناوې لري او د ګڼو لوریو په منځ کې پراته هېواد ته پدې تړاو بېلابېلې سپارښتنې شوې دي چې څېړل او ارزول یې نه د دې کرښو له توان څخه پوره دي او نه زمونږ د بحث موضوع، دومره پراخه ده چې هغه وڅېړي.
اما د دې سره هم دلته یو څه چې د پام وړ ګڼل کېږي هغه زمونږ له سویلي ګاونډي پاکستان سره د اړیکو د څه نا څه خرابوالي او له خپلې خاورې په زور د مظلومو افغان کډوالو د را ایستلو په سر له اسلام آباد سره د کابل د ځینو چارواکو او ویندویانو ستغې او نېغې خبرې او زمونږ بل لویدیځ ګاونډي هېواد ته د افغان حکومت د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال هم مهاله سفر که په خپل منځ کې هېڅ تړاو هم و نه لري، بیا هم رسنۍ او شنونکي ورته اړیکه ورکوي او سره تړي یې.
دا هم باید هېر نه کړو چې په تېرو پرله پسې څو لسیزو کې چې زمونږ هېواد د خپلو او پردیو د جګړې ډګر ګرځېدلی ؤ، زمونږ دغه دواړو ګاونډیانو( پاکستان او ایران) څه په ګډه او څه په جلا جلا هڅه کړې د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا، کورنۍ امنیت او آن د دې ملک آزادي او خپلواکي وګواښوي او په هره برخه کې یې چې زور رسېدلی افغانانو ته یې ستونزې جوړې کړې او ضربه یې ورکړې ده.
که د ټولو هغه ناکردو حساب دلته را واخلو چې ایران په تېرو څو لسیزو کې له افغانستان او افغانانو سره کړې دي، شاید حساب یې هم ګران وي او هم یې دا کرښې د ځایولو وس او توان ونه لري خو یوازې تهران ته د افغانستان د وزیرانو شورا د مرستیال له همدې سفر څو ورځې وړاندې کله چې پاکستاني چارواکو په زور او جبر هلته مېشت افغان کډوال را ایستل، رسنیو راپور ورکړ چې له ایران څخه هم په سل ګونو افغانان د پاکستان په څېر په زور را شړل شوي دي او له پولې دې خوا را اړول شوي دي.
دا یوازې یوه نمونه وه چې پدې وروستیو کې پېښه شوې ده او د هغو بد بخته افغانانو شمېره خو خورا ډېره ده چې په تېرو څو کلونو کې په ایران کې نیول شوي دي، په زندانونو کې ځورول شوي دي، په ناحقه اعدام شوي دي او یا هم له هغه ملک څخه په زوره پداسې حال کې چې د کړي کار اجوره یې هم پر ایراني وګړیو پاتې ده ، له ګډې پولې دې خواته را لېږل شوي دي.
دې ټولو ته په کتو اوس که افغان حکومت او چارواکي یي باید دا په پام کې ولري چې که د پاکستان د منافقانه او ظالمانه سیاستونو په وړاندې د غبرګون په توګه د سوداګرۍ او تجارت او همدارنګه نړیوالو اوبو او نړیوالو مارکیټونو ته د لارې په اړه باید بدیلې مناسبې لارې ولټوي، خو د دې سره سره دې له لویدیځ شریر ګاونډي څخه دې هم دومره نه ډاډه کېږي چې خپلې ټولې هیلې او امیدونه په هغه پورې وتړي.
دا منو چې ملک مو نړیوالو اوبو ته د نېغ په نېغه د لارې نه درلودو له امله باید له ایران یا پاکستان سره ښې او هر اړخېزې اړیکې ولري خو دا اړیکې باید داسې ډول تنظیم شي چې زمونږ شریر ګاونډیان د افغانانو له مجبوریت او اوبو ته د لارې نه درلودو له نیمګړیتا څخه غلطه ګټه وانخلي او اړیکې باید د نړیوالو منل شویو اصولو له مخې د “راکړې ” او “ورکړې” په یوه معقول تناسب باندې ولاړې وي.
که چېرې دا ونشي او راکړه ورکړه دوه اړخیزتوب و نه لري، زمونږ بازارونه به د پخوا په څېر د دوی له ښو او خرابو مالونو ډک وي، خو په مقابل کې یې زمونږ صادراتي توکي په بېلابېلو بهانو هغه ملک ته له ننوتلو منع کېږي یا زمونږ پر صادراتي توکیو لکه پاکستاني چارواکي بېلابېل ټکسونه لګول کېږي، دا نه د بازار دود مني او نه د ګاونډيتوب اصول. و ما علینا الی البلاغ
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو تبصرو او خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️

Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس