معماری
خانه / ګهیځ نیوز / ‏ کندهار کې د اوبو درې بندونه رغول کېږي

‏ کندهار کې د اوبو درې بندونه رغول کېږي

ګهیځ نیوز: نن دوشنبه (د چڼګاښ/سرطان ۲۷مه او د جولای میاشتې ۱۸مه نېټه ده) کندهار کې ځايي چارواکي وايي، چې په دغه ولایت کې د خپلو اوبو د مهارولو په موخه د اوبو درې بندونه رغول کېږي.
باختر دولتي خبري اژانس د افغانستان د ا.ا د یوه سیمه ‌ييز مشر ملا عبدالخالق له قوله ویلي چې دا بندونه په شاه ولي کوټ او سپین بولدک ولسوالیو کې رغول کېږي.
د چارواکو په وینا د سپین بولدک اوبو بند د ۳۵ میلیونه افغانیو په ارزښت رغول کېږي، چې د ۲.۳ میلیونه مکعب متره اوبو زېرمه کولو وړتیا به ولري.
د یادولو وړ ده چې نوي بندونه به دوه میليون جريبه کرنیزې ځمکې خړوبې کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې په کندهار کې د اوبو د کموالي له امله کروندګر اړ دي چې ژورې څاه ګانې وکیندي چې دې چارې د ځمکې لاندې د اوبو زیرمې نورې هم کمې کړې دي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس