ګهیځ: نن دوشنبه (د کب دوهمه نېټه) د امریکا د دفاع وزارت له لوری په خپرو شوو معلوماتو کې راغلی چې د امریکا په جلا جلا نظامی کمپونو کې زرګونه افغانانو حضور درلود چې دمګړی ټول له دغه نظامی اډو ایستل شوی دی.
سرچینه وایی چې ډېری دغه کډوالو ته کورونه نیول شوی او ډېری نور بیا تر دې دمه په کرایی کورونو او هوټلونو کې ځای پر ځای شوی دی.
د امریکا د دفاع وزارت وایی چې لا هم د دغه کډوالو د مېشتېدو بهیر پېچلې دی او امریکایی حکومت هڅه کوی چې په مسوولانه توګه دوی ته د اوسېدو ځای پیدا کړی.
تر دې وړاندې زرګونه افغان کډوالو په نظامی اډو کې له پاتې کېدو شکایت کاوه او په خبره یې امریکایی حکومت یې پر وړاندې بې پروایی کوی. له دې سره جوخت لا هم د ۱۰ زرو په شاوخوا کې افغان کډوال په ابوظبهی کې پاتې دی او د قطر په نظامی اډه کې هم افغان کډوال د لېږد لپاره په تمه دی.
گهیځ