معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ‏کابل هوايي ډګر کې بهرنیو پانګه والو ته پر بېړنیو وېزو سر بېره نورې اسانتیاوې چمتو کېږي

‏کابل هوايي ډګر کې بهرنیو پانګه والو ته پر بېړنیو وېزو سر بېره نورې اسانتیاوې چمتو کېږي

ګهیځ نیوز: نن شنبه (د وري ۲۰مه او د اپرېل ۹مه نېټه ده) د ریاست الوزراء مرستیال عبدالغني برادر په مشرۍ اقتصادي کمېسیون غونډه کې پرېکړه شوې، چې بهرنیو پانګه والو ته دې کابل هوايي ډګر کې د افغانستان بېړنۍ ویزې ولګول شي.
د ا.ا مرستیال ویاند انعام الله سمنګاني ویلي، غونډه کې د ویزو سربېره د نورو اسانتیاوو پر برابرولو هم ټینګار شوی دی.
په دې غونډه کې د بهرنیو چارو، کورنیو چارو، صنایعو او سوداګرۍ وزارتونو او د اسلامي امارت د استخباراتو عمومي ریاست ته دنده وسپارل شوه چې د دغو توکو د چمتو کولو او همدارنګه د دغو خدمتونو د وړاندې کولو لپاره د یوې ځانګړې ګډې کمیټې د جوړولو غوښتنه وکړي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس