معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ‏په ننګرهار کې د کورني تولیداتو نندارتون جوړ شوی

‏په ننګرهار کې د کورني تولیداتو نندارتون جوړ شوی

ګهیځ: نن دوشنبه (د کب ۹مخه او د فبرورۍ ۲۷مه نېټه ده) په ننګرهار کې د خراسان خصوصي پوهنتون له لوري د ولایت د صنعت او سوداګرۍ خونې په مرسته د کورنیو تولیداتو نندارتون جوړ کړی شوی.
دغه نندارتون پرون (یکشنبه) پرانستل شوی او د نن ورځې تر پایه به دوام وکړي.
د یاد پوهنتون رییس طارق کمال د نندارتون د پرانیستې پر مهال وویل، چې په یاد نندارتون کې د هیواد ۳۰ تولیدي فابریکو خپل تولیدات نندارې ته ایښي دي.
نوموړی وایي، د نندارتون له جوړېدو څخه یې موخه کورنیو تولیداتو ته د خلکو پام اړونه او په دې برخه کې د پانګوالو هڅول دي.
طارق کمال زیاته کړه: “ننګرهار کې دا نندارتون د خراسان پوهنتون د اقتصاد پوهنځي د محصلینو په نوښت او د دغه ولایت د صنعکارانو په ګډه همکارۍ جوړ شوی، چې ۳۰ تولیدي فابریکو په کې خپل تولیدات نندارې ته ایښي او دوه ورځې به دوام وکړي، له نندارتون جوړیدو موخه پانګوالو هڅول دي. ”
ورته مهال د ننګرهار د صنعت کارانو ټولنې مشر حاجي تور ملنګ د دا ډول نندارتونو جوړول د کورنیو تولیداتو لپاره د بازارموندنې لپاره ګټور بولي او وایي، په دې سره به دوی وکولی شي خپلو تولیداتو ته په اسانۍ بازار پيدا کړي.
بل لور ته د نندارتون ګډونوال هم له ا.ا څخه غوښتنه کوي، چې د کورنیو تولیداتو د دودولو او بازار موندنې په برخه کې دې خپلې هڅې ګړندۍ کړي.
خو د صنعتي فابریکو چارواکي د خپل تولید پر وړندې د برېښنا نشتون لوی خنډ یادوي او وایي، که یاده ستونزه یې هواره شي تولیدات به زیات او هیواد به د ځان بسیاینې پر لور ګامونه اوچت کړي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس