معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ‏له افغانستان سره د ترکیې د سرې میاشتې ټولنې مرستې

‏له افغانستان سره د ترکیې د سرې میاشتې ټولنې مرستې

ګهیځ: نن سې شنبه (د سلواغې ۱۹مه) د اسلامي امارت چارواکي وایي، د ترکیې د سرې میاشتې ټولنې ۷۵۰ ټنه مرسته شوي مواد نن د هرات تورغونډۍ بندر ته را ورسېدل.
دا خبره د ا.ا یوه ویاند انعام الله سمنګاني پر خپله ټویټرپاڼه لیکلې ده.
څو ورځې وړاندې د ترکیې د سرې میاشتې ټولنې مشر کابل کې وویل، دوی به په دوو جوپو کې ۱۲ نیم سوه ټنه بشري مرسته افغانستان ته ولېږي.
په دې مرستو کې خوراکي او غیر خوراکي توکي او دغه راز دارو درمل شامل دي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس