معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ‏عبدالباري عمر: د روغتیايي چارې دې له سیاسته لرې وي

‏عبدالباري عمر: د روغتیايي چارې دې له سیاسته لرې وي

ګهیځ: نن چهارشنبه (د مرغومي ۲۲مه) د افغانستان د روغتیا وزارت مسلکي معین ډاکتر عبدالباري عمر وايي، لاهم نړیوال بانک په افغانستان کې د کورونا د مرکزونو د تمویل په برخه کې بیا ځلي فعالیت نه دی پیل کړی.
تر دې وړاندې نړیوال بانک تر ۲۰۲۴ میلادي کاله په هېواد کې د کورونا ناروغۍ د ټولو مرکزونو د تمویل مسوولیت پر غاړه اخیستی و.
د روغتیا وزارت مسلکي معین نن د جینوا په کلنۍ خبري غونډه کې له نړیوالو هېوادونو او سازمانونو وغوښتل چې په افغانستان کې روغتیایي برخه له سیاسي مسایلو سره ونه تړي او د دې برخې د تمویل لپاره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
نوموړي همدارنګه په هېواد کې د داسې روغتیایي نظام پر جوړېدو ټینګار وکړ چې هېوادوال نور بهرنیو هېوادونو ته د تګ لپاره اړ نه شي.
هغه له دیني عالمانو هم وغوښتل چې د روغتیایي نظام او سیسټم په جوړېدو کې ورسره مرسته وکړي او په اوسني کرونایي حالت کې خلکو ته عامه پوهاوی ورکړي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس