معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ‏د کجکي بند اوبه ډېرې شوي دي

‏د کجکي بند اوبه ډېرې شوي دي

ګهیځ: نن یکشنبه (د مرغومي ۱۹مه) هلمند کې د برښنا ریاست چارواکي وايي، د وروستیو بارانونو له کبله د کجکي بند کاسه کې اوبه ډېرې شوې دي، چې دامهال یې کچه تر ۵۰ متره پورې رسېږي.
په لښکرګاه کې د بریښنا ریاست رییس مولوی ایوب رسنیو ته وویل چې په نږدې وختونو کي به تر خپلې وروستۍ کچې ۷۷ متره ته ورسېږي.
هغه زیاته کړه په دې ورستیو کې د واورو او بارانونو له امله د اوبو کچه له ۱۵ سانتي څخه نیولي تر ۲۰ سانتي رسېدلې، او دوی هیله لري چې روان کال به خلک د کر او برېښنا لپاره کافي اوبه ولري.
نوموړی وایي: “د کجکي د اوبو کاسه په تېرو ۲۴ ساعتونوکې ۲ متره او ۱۰ سانتي ته پورته شوې چې اوس د اوبو سطحه ۵۰ متره ده او د دې ترڅنګ په هره ورځ کې د ۱۵ څخه نیولې تر ۲۰ سانتیو پورې پورته کېږې، چې له بارانونو مخکې ۴۷ متره وه. ”
د برېښنا رییس د دې ترڅنګ دا هم ویلي، چې اوس مهال د باراني اوبو له امله د برېښنا مزي (لینونه) زیانمن شوي، چې بریښنا پر ښار پرې شوې خو ټینګار کوي چې ژر به یاده ستونزه هواره شي.
د برېښنا ریاست چارواکي په داسې حال کې په کجکي بند کې د اوبو د ډب کېدو خبر ورکوي چې له څو ورځو راهسې د دغه ولایت په ګډون د هېواد په ۳۲ ولایتونو کې سخت اورښتونه او واورې شوي دې چې له کبله یې د ځینو ولایتونو لویې لارې هم بندي شوي دي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس