معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / ‏د بخښنې نړیوال سازمان: بریتانیا دې افغانستان کې د خپلو کړنو حساب ورکړي

‏د بخښنې نړیوال سازمان: بریتانیا دې افغانستان کې د خپلو کړنو حساب ورکړي

ګهیځ نیوز: نن چهارشنبه (د چنګاښ یا سرطان ۲۲مه او د جولای میاشتې ۱۳مه نېټه ده) د بشري حقونو څار سازمان ویلي چې افغانستان کې د بریتانوي ځواکونو احتمالي جنګي جرمونه خورا بوږنوونکي دي او باید هغه ځواکونه محاکمه شي چې د ملکي افغانانو په وژنه تورن دي. د دغه سازمان چارواکي زیاتوي چې بریتانیا باید د دې وژنو په اړه محکمې ته حاضره شي او د خپلو کړنو حساب ورکړي.
د بخښنې سازمان دا غوښتنه په افغانستان کې د بریتانیايي عسکرو د ماموریت پر مهال د شوي جنایت په اړه د بي بي سي له موندنو وروسته کوي.
له دې وړاندې بي بي سي د خپلو موندنو پر مټ ویلي و، چې د بریتانیا ځانګړو ځواکونو د ۲۰۱۰ او ۲۰۱۱ کلونو ترمنځ په پرله پسې ډول د مشکوکو حالاتو پر مهال افغانستان کې بندیان او بې وسلې سړي وژلي، د دغو ځواکونو لخوا د ترسره شویو احتمالي جنګي جنایتونو په اړه د عاجلو څېړنو غوښتنه کړې.
د دغه سازمان د سویلي اسیا د څانګې څېړونکي زمان سلطاني ویلي: “د بښنې نړیوال سازمان افغانستان کې د ماموریت پر مهال د بریتانیا ځانګړو ځواکونو خلاف د لګول شویو تورونو په اړه کارنده او رڼې څېړنې غواړي، چې قربانیانو سره عدالت او سرغړوونکو سره حساب وشي.”
هغه زیاته کړې “د بي بي سي موندنې وېرونکې دي او په ډېر څرګند ډول د هغو بریتانوي ځواکونو چې افغانستان کې یې فعالیت کاوه، له مجازاتو د معافیت او نه ځواب وینې، هېښوونکې کچه ښيي.”
دا سازمان پر داسې مهال دا څرګندونې کوي چې پرون یو شمېر رسنیو راپور ورکړ چې د بریتانیا د کومانډو ځواکونو یوې ډلې په یوه میاشت کې په لسګونو بې ګناه افغانان د عملیاتو پر مهال وژلي وو.
په دې اړه رپوټ کې راغلي چې د دغو ځواکونو یوازې یوه پوځي ټولي افغانستان کې د خپل شپږ میاشتني ماموریت پر مهال ښايي همداسې غیر قانوني ډول ۵۴ کسان وژلي وي.‌

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس