‏د اسلامی امارت استخباراتو په کندهار کې د رسنیو درې کارکوونکی نیولی

ګهیځ نیوز: نن دو شنبه (د وری ۸مه او د مارچ ۲۸مه نېټه ده) د افغانستان خبریالانو مرکز وایی، ا.ا ځواکونو نن سهار کندهار کې د (ملت ږغ) راډیو تړلې او درې کارکوونکی یې نیولی دی.
مرکز وایی چې، ځواکونو د خبری څانګې مشر فرید علیزی، پروډیوسر رحیم الله نوری او د تخنیکی څانګې کارکوونکی محمود مهربان له ځان سره وړی دی.
د افغانستان نوی حکومت اسلامی امارت په دغه هېواد کې د بی بی سی او امریکا غږ پر ټلوېزیونی خپرونو بندیز لګولی دی.
بی بی سی دا خبره تأیید کړې او ویلی دی چې دوی ته د اسلامی امارت د یادې پرېکړې د لامل په اړه جزئیات نه ‌دی ورکړل شوی.
د بی بی سی یو شمېر پښتو، فارسی او ازبکی خپرونې د افغانستان پر ځینو سیمه‌ ییزو ټلوېزیونی شبکو خپرېدې.
د امریکا غږ ادارې هم، چې په خپرونو یې بندیز لګېدلی دی، دا پرېکړه یې غندلې ده او له افغان حکومت څخه یې غوښتی چې په دې اړه خپلې پرېکړې ته له سره کتنه وکړی.
حکومتی سرچینو تر اوسه د رسنیو د بندېدو او په کندهار کې د خبریالانو د نیولو په تړاو څه نه دی ویلی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.