معماری
خانه / ګهیځ نیوز / ‏ایران کې افغان کډوال؛ جبري ویستل یې لا هم دوام لري

‏ایران کې افغان کډوال؛ جبري ویستل یې لا هم دوام لري

ګهیځ نیوز: نن پنجشنبه (د غبرګولي یا جوزا ۱۲مه او د جون میاشتې دوهمه نېټه ده) راپورونه وايي، ایران د افغان کډوالو د ثبت په پلمه د افغانانو د نیولو لړۍ ته ادامه ورکړې ده او هره ورځ سلګونه افغانان له خپلې خاورې وباسي.
په نیمروز ولایت کې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو سرپرست ريیس مولوي صدیق الله نصرت رسنیو ته وویل، چې په تېرو دوو ورځو کې ۳ زره او ۱۸ تنه له ایران څخه دې ولایت ته شړل شوي دي.
په شړل شویو کې له جره کسانو پرته کورنۍ هم شاملې دي.
د نصرت په وینا په دغو زرګونو کسانو کې ۳۴۸ تنه د ۹۱ متاهلو کورنیو غړي دي.
په وروستیو میاشتو کې له ایران د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ پراخه شوې ده او هره ورځ زرګونه افغان کډوال بېرته له ایران ایستل کېږي. پر جبري ویستلو سربېره ایراني حکومت افغان کډوالو تحقیروي، وهي او غیر انساني چلند ورسره کوي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس