معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / ‏ایران سره پر پوله شخړه؛ افغان او ایراني دفاع وزارت چارواکو ناسته کړې

‏ایران سره پر پوله شخړه؛ افغان او ایراني دفاع وزارت چارواکو ناسته کړې

ګهیځ نیوز: نن دوشنبه (د زمري/اسد ۱۰مه او د اګسټ میاشتې لومړۍ نېټه ده) د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي ویلي، په هلمند کې د یک‌شنبې د ورځې له شخړې وروسته د ایران او افغانستان دفاع وزارت چارواکو ناسته کړې.

قمي پر ټویټر لیکلي، چې د افغانستان دفاع وزارت د ا.ا پوله ‌ساتو ځواکونو ته د شخړې د درولو لارښوونه او د دا ډول عمل د تکرار د مخنیوي په موخه د یوې ګډې کمېټې د جوړولو سپارښتنه کړې ده.

تېره یکشنبه په نیمروز کې د ا.ا پوله ساتو ځواکونو او ایراني پوله ساتو تر منځ نښته وشو، چې په دې پېښه کې یو افغان پوله ساتی وژل شوی او یو بل ټپي شوی دی.
هم افغان حکومت او هم ایراني حکومت رسما د شخړې د سبب په اړه څه نه دي ویلي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس